اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) او??سمشر ممنون حسېن وئيلي دي پاكستان او آذربائيجان د اقتصادي مرستې او د شريك تجارت زيات??ال?? له بې شمېره امكانات لري كومو څخه چې ګټه پورته كولو لپاره دواړو هېوادونو له په ګډه كار كول پكار دي۔ او??س مشر دا خبرې د آذربائیجان د تجارت وزير سمیر شریفوو سره وكړې چا چې خپل پلاوي سره د ګل په ورځ او??س مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع ده او??س مشر ته د آذربائيجان خپل همڅنګ امام علي رحمانوف خاص پېغام هم ورسولو۔اولس مشر ووئيل د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د تجارت زياتوالي لپاره ضروري ده چې د دواړو هېوادونو سوداګر او د صنعتكارو پلاويو زيات تګ راتګ پكار دے دغسې چې په بېلا بېلو څانګو كښې په شريكو منصوبو پېل كولو غور وكړې شي۔ او??س مشر ووئيل دواړه هېوادونه په نړيوال او سيمه ايزو معاملو يو ډول دريځ لري او په نړيوال فورمونو د يو بل مرسته كوي كومه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ او د نزدې ورورولۍ عكاسي ده۔ او??س مشر پاكستان د آذربائيجان په نړيواله توګه د منلې شوو پولو احترام كوي او د نګورنو كارآباخ په كشاله د دوي بشپړه ملاتړ كوي۔ په دې موقع د آذربائیجان د تجارت وزیر سمیر شریفوو ووئيل آذربائيجان د كشمير په كشاله د پاكستان د دريځ پلوي دے او ګڼي چې دا مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د ق??اردادونو له مخې هوارېدې شي ۔ ده ووئيل آذربائیجان پاکستان سره په بېلا بېلو اقتصادي څانګو كښې مرسته زياتول غواړي۔