اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د انډونېزيا اولس مشر جوكو وېدودو د خالي په ورځ خپله دوه ورځنې سركاري دوره ترسره كولو سره هېواد ته ستون شو۔ اولس مشر ممنو?? حسېن د انډونېزيا اولس مشر او وړومبې مېرمن اېريانا وېدودو رخصت ك??ل۔ د انډونېزيا اولس مشر د جمعې په ورځ د وزيرانو او د كاروباري خلقو يو پلاوي سره د پاكستان په دوره ر??غلې و۔ د نور خان په هوائي اډه د درنو مېلمونو رخصت كولو په م??ال اولس مشر ممنو?? حسېن سره وړومبې مېرمن بېګم محموده م??نو?? حسېن٬ وفاقي وزيراوېس احمد خان لغاري٬ سناتوره عائشه ر??ا او خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه هم موجود وو۔ د روانېدو څخه وړاندې د انډونېزيا اولس مشر د پاكستان ائير فورس د جے اېف 17 تهنډر الوتكې معائنه هم وكړه كومه چې په هوائي اډه م??جود وه۔ پھ دې موقع ونګ كمانډر عدنان دروند مېلمه د نوې الوتكې د خصوصياتو او فنكشنز څخه خبر كړو۔ د خپلې دورې په م??ال د انډونېزيا اولس مشر د پارلمان شريكې غونډې ته وېنا هم وكړه۔ اولس مشر وېدودو وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره م??اقات هم وكړو۔ دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه مرستې او د شريك تجارت ودې لپاره په بېلا بېلو څانګو كښې د شريكې مرستې لوظنامې او نور دستاوېزات هم لاسليك كړل۔ اولس مشر ممنو?? حسېن د پاكستان په دوره د راغلي مېلمه مېلمستيا هم وكړه۔ د اولس مشر وېدودو لخوا دا د پاكستان وړومبې دوره وه۔ د كال 2012م په م??ال د انډونېزيا اولس مشر سوسيلو بمبانګ يدهونو د ډي اېټ په كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره د پاكستان په دوره ر??غلې و۔