اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي چې د ټولو پارلماني ګوندونو د قامي سلامتيا په معامله غږ يو دې٬مونږ غواړو چې د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ بيان سره رامخې ته شوي صورتحال لپاره داسې لائحه مرتب كړې شي چې ورسره د هېواد وقار ته زيان ونه رسي او د خبرو اترو عمل هم روان پاتې شي٬دې لپاره د قامي سلامتيا په اړه د پارلماني كمېټۍ راروانه غونډه كښې به دفاعي ادارې راغوښتلو سره په سلا بيانيه مرتب كولې شي۔ د پارلمان د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشر?? كښې وشوه ۔ غونډه كښې خارجه وزير خواجه محمد آصف، د دفاع وزير خرم دستګیر خان، د موسمیاتی بدلون وفاقي وزير سناتور مشاهد اللہ خان، د هاؤسنګ وفاقی وزير اکرم خان درانی، د وزيراعظم خاص مرستيال برېسټر ظفر اللہ، قامي اسمبل?? كښې د مخالفې ډلې مشر سید خورشی?? احمد شاہ، د قامي سلامتيا سلاكار ناصر خان جنجوعه، سناتور الیاس بلور، سید نوید قمر، شاہ محمود قریشی، ډاكټر فاروق ستار ، سناتور شیری رحمٰن، حاجی غلام احمد بلور، آفتاب احمد خان شیر پاؤ، شیخ رشی?? احمد، صاحبزادہ طارق اللہ، خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه او د دفاع سېكتر لېفټېننټ جنرل (ر) ضمیر الحسن شاہ ګډون وكړو۔ د غونډې څخه وروستو د ابلاغ ذريعو نمائندګانو ته بريفنګ كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سرداراياز صادق ووئيل چې د كمېټۍ په غونډه كښې ټولو غړو هڅه كړې چې هغوي په دې خبره پوهه شي چې اصل مسئله څه ده۔ د ابتدا څخه تر دې دمه څه شوي دي۔ تېره مياشت څه شوي او دا مسئله مخ په وړاندې څنګه بوځو دغسې چې صورتحال ښه شي او د سباؤن لائحه جوړه كړې شي۔ ده ووئيل د قامي سلامتيا په اړه پارلماني كمېټ?? كښې د موجود ټولو ګوندونو سلا يوه ده۔ ده ووئيل په دې خبره سلا راغلې چې د كمېټۍ به يوه بله غونډه كولې شي په كومه كښې به چې پ??ېكړه كول وي چې كومه لائحه جوړه كړې شي دغسې چې مونږ د كوم هم ګام لپاره چمتووالې ونيسو۔ ده ووئيل غونډه كښې چې څه هم شوي په قامي ګټه كښې شوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د قامي سلامتيا په اړه د كمېټۍ په راروانه غونډه كښې به